کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائيوي رييس عبدالباري عمر د سروبي د ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دستګاه د ګټې اخېستنې په مراسمو کې وویل، دا پروژه د هېواد د آبادۍ او ښيرازۍ په لړ کې يو مهم ګام دی او د صنعتي سکتور د برېښنا د کمښت د راکمولو لپاره به تر يو بريده اغېزمنه تمامه شي.
نوموړي زياته کړه، چې په هېواد کې صنعت ورځ تر بلې پراخېږي او اوس داسې فابريکې هم شته چې تر ۴۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، چې د دوو ولايتونو د برېښنا له کچې سره برابره ده. د نغلو لمریزې دستګاه به د دې اړتیاوو د پوره کېدو په برخه کې مرسته وکړي او د برېښنا د تأمين فشار به راکم کړي.
د افغانستان برېښنا شرکت رييس زياتوي، چې دا مهال د ډبرو سکرو، بادي او لمريزې برېښنا ګڼې سترې پروژې تر کار لاندې دي او يوازې د عزيزي بنسټ له لارې پر ۱۶ پروژو نږدې همکاري روانه ده.

















