لوګر کې د ۱۴۳ زره ډالرو په ارزښت يو سربند جوړ او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د لوګر ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست وايي، د څرخ ولسوالۍ اړوند د بني غجرک په سیمه کې د «کهکشان» په نوم یو نوی سربند تر جوړېدو وروسته ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو.

مسوولين زیاتوي چې دغه سربند د ۱۴۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت، د لوګر د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې او د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی. د پروژې د عملي کېدو پر مهال شاوخوا ۳۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

د یاد ریاست د مسؤلینو په وینا، دغه پروژه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالي ملاتړ پلې شوې ده.

مسؤلین وايي، یاد سربند به د سیمې د اوبو د مدیریت، کرنې پیاوړتیا او د ځايي خلکو د اقتصادي ستونزو په راکمولو کې مهم رول ولري او د اوبو د منظمې کارونې له لارې به د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي سبب شي.

مربوطه مطالب

Back to top button