اسلامي امارت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ څرګندونې غیر مسؤولانه بللي

کابل ټکی کام (سه شنبه،۱۶ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د پوځ د ویاند هغه وروستۍ څرګندونې چې د یوې خبري غونډې پر مهال یې د افغانستان د حکومتي او ټولنیز جوړښت په اړه کړې دي، له واقعیت څخه لرې او د یو مسؤل پوځي مقام له معیارونو سره ټکر بللي.
په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې اسلامي امارت په کلکو ټکو دا ډول غیرمسؤولانه او تحریکوونکې څرګندونې غندي او د پاکستان له اړوندو ادارو غواړي چې د افغانستان په اړه د بې‌اساسه تبلیغاتو پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو د حل پر لور تمرکز وکړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغانستان یو خپلواک او باثباته هېواد دی، قوي امنیتي جوړښت او مقتدره رهبري لري او پر خپلې ټولې خاورې بشپړ حاکمیت ساتي. اسلامي امارت څرګنده کړه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه، د ګواښ ژبه او بې‌بنسټه څرګندونې د افغان ملت لپاره د منلو وړ نه دي.
اسلامي امارت د پاکستان له اړوندو ادارو غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په کتو، مسؤلانه دریځ خپل کړي او له سنجیده او متوازنو څرګندونو کار واخلي، څو د دواړو لورو ترمنځ اړیکې له زیان څخه خوندي پاتې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button