د افغانستان او عمان د بهرنيو چارو وزيرانو پر سوداګرۍ، ټرانزیټ او ترانسپورټ همکارۍ پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د عمان سلطنت د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان او عمان پر دوه‌اړخیزو اړیکو، سوداګریزو، ټرانزیټي او ترانسپورتي همکاریو د پراختیا په تړاو هر اړخیزې خبرې کړي دي.

مولوي متقي عمان ته خپل وروستی سفر ګټور وباله او د پلاوو وروستۍ تبادله یې د همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله، همداراز یې خپل عماني سیال ته کابل ته د سفر بلنه ورکړې ده.

بل‌خوا، البوسعيدي وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د عمان د هوايي چلند تخنیکي پلاوی کابل ته سفر وکړي او نوموړي هم په مناسب وخت کې کابل ته د سفر لپاره چمتووالی وښود.

مربوطه مطالب

Back to top button