د مهاجرینو کمېسیون: د بېلابېلو لارو ۵۹۵ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، چې د چهارشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو ۵۹۵ کډوالې کورنۍ، چې ۳۲۹۴ تنه غړي لري، په اجباري ډول افغانستان ته راستنې او د اړوندو کمېټو له لوري ثبت او بایومېټریک شوې دي.

د راپور له مخې، راستنې شوې کورنۍ د ننګرهار له تورخم، د کندهار له سپین بولدک، د هرات له اسلام کلا او د نیمروز د ورېښمو له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

راپور زیاتوي، چې په همدې ورځ له ۵۸۳ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او د خدماتو کمېټو له لوري ۶۴۹ وړیا سیمکارتونه هم وېشل شوي دي. همداراز ۸۸ کورنۍ، چې ۵۱۲ تنه غړي یې لرل، د ترانسپورټ کمېټو له خوا د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوې او د لېږد په بدل کې ورته کرایې ورکړل شوې دي، سربېره پر دې راستنو شوو مهاجرینو ته د روغتیا، غذا، مخابراتو او عامه پوهاوي اړین خدمات هم وړاندې شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button