ولسمشر اردغان: اسرائیلو هڅه کوله د ایران نظام نسکور کړي؛ خو بریالي نه شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” ویلي، چې اسرائیلو هڅه وکړه د ایران اسلامي جمهوري نظام نسکور کړي؛خو په خپلو پلانونو کې ناکامه شول.

اردوغان دا څرګندونې تېره ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال کړي. هغه وویل، د اسرائیلو تر شا د لوېدیځو استخباراتو ملاتړ هم موجود و؛ خو د ایران ولس او نظام خپل ثبات وساته.

نوموړي زیاته کړه، ترکیه د سیمې د ثبات ملاتړې ده او له ټولو هېوادونو غواړي چې د یو بل ملي حاکمیت ته درناوی ولري او له لاسوهنو ډډه وکړي.

اردوغان ټینګار وکړ چې د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې د هېوادونو مقاومت نه یوازې مشروع حق دی، بلکې د سیمې د امنیت لپاره هم اړین اقدام ګڼل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button