سرپل پولیسو د عملیاتو پر مهال د انسان تښتوونکو له منګولو دوه ماشومان ژغورلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د سرپل امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت د مرکز اړوند د قاضي کینتي په کلي کې پولیسو تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي او دوه ماشومان یې د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي.

د سرپل د قومندانۍ ویاند نقیب‌الله علم‌یار ویلي، ماشومان روغ رمټ خلاص او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو عملیاتو کې دوه تنه برمته کوونکي هم نیول شوي او نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته د قانوني پروسې لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button