ولسمشر ټرمپ پر ایران د احتمالي پوځي برید ارزونه کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

دوو امریکایي چارواکو سی‌اېن‌اېن ټلوېزیوني شبکې ته یې ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” د ایران په وروستیو اعتراضونو کې د اوښتې درنې مرګ ژوبلې له امله دغه هېواد پر وړاندې کې د احتمالي نظامي برید ارزونه کوي.

د سی‌اېن‌اېن په راپور کې راغلي، چې ټرمپ دا هم ارزوي چې که ایران د ملکیانو پر وړاندې ځپونکو اقداماتو ته دوام وکړي، نو امریکا باید پر ایران مستقیم پوځي برید وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې ایراني چارواکو مخکې ګواښ کړی و، که پر ایران برید وشي، نو هغوی به په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي اډې او اسراییل په نښه کړي.

د راپور له مخې، د امریکایي ادارې پوځي مشاوران د ایران د وضعیت د خرابېدو په صورت کې د بېلابېلو پوځي انتخابونو پر اغېز غور کوي او دا موضوع د سپینې ماڼۍ په لومړیتوبونو کې شامله ده.

مربوطه مطالب

Back to top button