منظور پښتون: د تیراه پوځي عملیات کُرمې ته وغځېدل، د عملیاتو پر ضد یوازې بیان بسنه نه کوي، عملي دریځ ته اړتیا ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور پښتون ویلي، چې روان پوځي عملیات د وادئ تیراه له لسګونو کلیو او غرنیو سیمو وروسته سنټرل کُرم ته هم غځېدلي او خلکو ته د خپلو سیمو د پرېښودو امرونه ورکول کېږي.
نوموړي په خپل فېسبوک کې لیکلي، چې د کُرم په درګئي، جودرا، ترالي، نوي کلي، تیندو، مناتو، چناراک، جیلامي او پلوسین وزیر سیمو کې لږ تر لږه ۴۱ کلي تر اغېز لاندې راغلي، چې ورسره ګڼې فرعي مېنې هم متضررې شوې دي.
منظور پښتون ویلي، چې په دغو سیمو کې د سختې یخنۍ، واورې، د بنسټیزو اسانتیاوو نشتون او د سرپناه کمښت له امله ښځې، ماشومان او مشران له جدي بشري ستونزو سره مخ دي په وینا يې دا تګلاره د بېځایه کېدو د مخنیوي پر ځای کډوالي نوره هم پراخوي او د اغېزمنو کورنیو فریاد ته څوک ځواب نه وایي.
نوموړي ادعا کړې، چې وسلهوالې ډلې په ۲۰۲۲ کال کې د هغه مهال د سیاسي حکومت او د پوځ د مذاکراتو له لارې سیمې ته ستنې شوې او اوس یې د عملیاتو پلمه جوړه شوې ده.
هغه پر سیاسي ګوندونو نیوکه کړې چې د عامو خلکو د بېځایه کېدو پر وړاندې یوازې بیانیې ورکوي او عملي اقدام نه کوي، او له صوبایي حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې که رښتیا د عملیاتو مخالف دی، نو د خلکو د حقونو د دفاع لپاره دې عملي دریځ ونیسي.



