د حماس لوړ پوړی پلاوی قاهرې ته ورسېد

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د فلسطیني د اسلامي مقاومت «حماس» یو لوړپوړی پلاوی د مصر پلازمېنې قاهرې ته رسېدلی، څو د غزې تړانګې د اوربند تړون وروستي جزئیات تنظیم او د تطبیق پروسه یې چټکه کړي.
سرچینې وایي، دا خبرې د اوربند د لومړۍ مرحلې تر بشپړېدو وروسته د دویم پړاو د پیل او تطبیق لپاره کېږي، چې پکې د غزې د ادارې لپاره د یوې خپلواکې تخنیکي فلسطیني ادارې د جوړولو پر سر توافقات شامل دي.
د حماس ویاند «حازم قاسم» ویلي، چې دوی چمتو دي د غزې اداره یوې خپلواکې تخنیکي ادارې ته وسپاري.
نوموړي زیاته کړې، چې ټولو حکومتي بنسټونو ته سپارښتنه شوې، څو د ادارې د سالم انتقال لپاره لازم چمتووالی ونیسي.
دا پرمختګ داسې مهال رامنځته کېږي، چې د مصر، قطر او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د جګړې د پای ته رسېدو هڅې دوام لري.



