پاکستان افغان سوداګرو ته د کراچۍ بندر څخه د شپږ زرو کانتینرونو د وتلو اجازه ورکړه

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له قوله، افغان سوداګرو ته اجازه ورکړل شوې چې له شپږ زرو څخه زیات ترانزیټي کانتینرونه د کراچۍ بندر څخه وباسي.

دا پرېکړه د افغان سوداګرو د غوښتنې پر بنسټ شوې، څو د اوږدې مودې تم کېدو له امله د هغوی مالي زیانونه راکم شي. ډېری کانتینرونه له مالیزیا، چین او ویتنام څخه راغلي وو او تر اوسه په بندر کې بند پاتې وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې له اکتوبر میاشتې د تجارت لپاره تړلې دي، چې له امله یې سوداګري په ټپه ولاړه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button