د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه د امير خان متقي سره په سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې موضوعاتو خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه د بهرنیو چارو وزیر سره په یوه ناسته کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې پر مهمو موضوعاتو خبرې کړي دي.

يادې خونې په اکس ليکلي، چې په غونډه کې د سوداګریزو اسانتیاوو د ښه کولو، د ټرانزیټي ستونزو د حل او د بهرنیو پانګه‌والو د جلبولو پر لارو چارو ټینګار وشو.

ګډونوالو وویل، د اسانتیاوو پراخول کولی شي د افغانستان اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي. همداراز، دواړو لورو د هېواد د صادراتو د ودې، د سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو سره د اړیکو پراخولو او د خصوصي سکټور د ملاتړ اهمیت یاد کړ او پر عملي ګامونو د ګډو هڅو د دوام ټینګار يې کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button