کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو ۲۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کابل ښار په مرکزي مرستون کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ټولټال ۲۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
د یادې ټولنې د مسوولینو په وینا، هرې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
د مرستو د وېش په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهابالدین دلاور، د هغه مرستیال حافظ عزیزالرحمن، یو شمېر چارواکو او په افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مسؤول حسام فیصل ګډون درلود.
چارواکو ټینګار وکړ چې د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ ته به دوام ورکړل شي او هڅې روانې دي چې د هغوی د ژوند د ښه والي لپاره نورې بشري مرستې هم راجلب او په شفاف ډول ووېشل شي.



