ټرمپ: په ایران کې اعدامونه او وژنې درول شوي، د حکمونو د عملي کېدو کوم پلان نشته

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، «کره سرچینو» ورته ویلي چې په ایران کې وژنې بندې شوې او اعدامونه به هم ودرول شي او ټینګار یې وکړ چې دا مهال د صادر شويو حکمونو د عملي کېدو لپاره هېڅ پلان نشته.
ټرمپ زیاته کړه، که په ایران کې د وژنو لړۍ بېرته پیل شي او یا هم اعدامونه عملي شي، نو امریکا به پر دې مسئله غبرګون وښيي.
نوموړي دا څرګندونې د ایران د کورنیو حالاتو او د بشري حقونو د وضعیت په تړاو کړې دي.
تر اوسه د ایران رسمي چارواکو د ټرمپ د دغو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.



