روان کال د افغانستان برېښنا شرکت د ۹۴۰۷ میګاواټه تولیدي پروژو تړونونه لاسلیک کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې په روان کال کې یې د کورني برېښنا د تولید د زیاتولو لپاره له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۹۴۰۷ میګاواټه برېښنا د تولید تړونونه او تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د پلان رئیس محمد ناصر احمدي ویلي، دا پروژې د سکرو، طبیعي ګاز او حرارتي سرچینو پر بنسټ د برېښنا تولید رانغاړي او هدف یې د هېواد د انرژۍ پر ځان‌بسیاینې ټینګار دی.

احمدي همداراز زیاته کړې، چې له طبیعي ګاز څخه د ۱۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید تړون هم لاسلیک شوی او عملي کارونه یې پیل شوي دي.

هغه وویل، د دغو پروژو بشپړ پلي کېدل به د هېواد د برېښنا کمښت راکم کړي او د وارداتي برېښنا پر تکیه محدودیت راولي.

مربوطه مطالب

Back to top button