رضا پهلوي: که د ایران رژیم سقوط وکړي، اسرائیل به په رسمیت وپېژنو او اټومي پروګرام به پای ته ورسوو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

رضا پهلوي، د ایران د پخواني ولیعهد زوی او د تبعیدي مخالفانو مشر، ویلي چې که د ایران اوسنی نظام سقوط وکړي او دی د راتلونکي حکومت مشري ترلاسه کړي، نو ایران به سمدستي اسرائیلي دولت په رسمیت وپېژني او د هېواد اټومي پروګرام به پای ته ورسوي.

نوموړي دا څرګندونې په خپلو تازه خبرو کې کړې او ټینګار یې کړی، چې د ایران راتلونکی حکومت به د نړیوالې ټولنې سره د اړېکو د عادي کولو هڅه وکړي او له سیمې او نړۍ سره به پراخې همکارۍ ته ژمن وي.

رضا پهلوي همدارنګه ویلي، چې د نړیوالو اړېکو د پیاوړتیا تر څنګ به د سیمه‌ییزو تړونونو ملاتړ وکړي او په ځانګړي ډول به د ابراهیم تړون د پراختیا لپاره کار وکړي، څو ایران د سیمې په سیاسي او اقتصادي تعاملاتو کې بېرته فعال رول ولوبوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د ایران د راتلونکي سیاسي نظام، اټومي پروګرام او د سیمې له هېوادونو سره د اړېکو په اړه بحثونه لا هم تاوده دي؛ پهلوي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې ایران کې حکومت ضد لاریونونه پای ته رسیدلي او واکمن ريژیم لا هم په ښه دریځ کې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button