د سوډان جګړه؛ لوړ پوړی حکومتي قوماندان وژل شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

له سوډان ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د البراء حکومتي قطعې یو مهم قومندان د کردفان په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د سوېلي کردفان ایالت ځایي سرچینو خبر ورکړی، چې د البراء قطعې یو مخکښ قومندان “علي دفع‌الله دیدان” د کردفان د هبیلا محور د پوځي عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، علي دفع‌الله دیدان د البراء په قطعه کې مهم پوځي رول درلود او همداراز د عمومي استخباراتو په چوکاټ کې یې هم مهمه څېره بلل
کېده.

دیدان د سیمې له پېژندل شویو پوځي څېرو څخه شمېرل کېده، چې له تېرو ۳ کلونو راهیسې یې د څو وسله‌والو قطعو په جوړولو او مشرتابه کې ونډه لرله. د راپورونو له مخې، هغه د «فوزي قطعې» او «متحرک الشرقیې» له بنسټ‌ګرو او قومندانانو څخه هم و.

نوموړي د خرطوم، الجزیره او د سوډان په یو شمېر نورو ایالتونو کې په بېلابېلو جګړو کې هم فعاله برخه اخیستې وه.

سرچینې زیاتوي، چې علي دفع‌الله دیدان د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) په برخه کې له مخکښو متخصصینو څخه و او د پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د دغې ټکنالوژۍ په پراختیا او کارونه کې مهم رول لوبولی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د سوډان په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول د کردفان کې د حکومتي پوځیانو او چټک ملاتړ ځواکونو ترمینځ لا هم نښتې دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button