کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ مرغومي ۱۴۰۴ل)
بیلاروس هېواد ویلي، چې له اسلامي امارت سره د سیاسي او اقتصادي اړېکو د پیاوړتیا لپاره جدي چمتووالی لري او غواړي دا اړېکې لوړې کچې ته ورسوي.
د راپورونو له مخې، د بیلاروس استازو له طالب استازو سره په لیدنه کې وړاندیز کړی، چې د دواړو لوریو ترمنځ دې سفارتي اړېکې پراخې شي او په یو شمېر سترو سیمهییزو اقتصادي پروژو کې دې ګډ کار وشي.
بیلاروس لوري همداراز ویلي، چې افغانستان ته به ځانګړی استازی وټاکي، د کاسا زر په پروژه کې به همکاري وکړي، د ګډ صنعتي کاري ګروپ د جوړولو ملاتړ کوي او په ترمذ کې د وچو شیدو د تولید په پروژه کې ګډون ته چمتو دي.
د دې تر څنګ، د روغتیا په برخه کې همکاري، افغان سوداګرو ته د ویزو اسانتیاوې، کونسلي همکارۍ او د افغان ټرانس او ټاپې په پروژو کې ګډون هم د بیلاروس د وړاندیزونو برخه بلل شوې ده.
بیلاروس ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړېکو پراخول د دواړو هېوادونو په ګټه دي او کولی شي د سیمې د اقتصادي ودې لپاره مهم رول ولوبوي.


















