حماس: د وسلو سپارل د تړون په شرایطو کې نشته

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ټینګار کړی، چې د وسلو سپارل د کوم سیاسي یا امنیتي تړون په شرایطو کې شامل نه دي او دا موضوع د خبرو اترو وړ نه ده.
د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي او ویاند “حسام بدران” کابل ټکی کام وېب پاڼې ته ویلي، چې د مقاومت وسلې د فلسطیني ولس مشروع او قانوني حق دی او تر هغه وخته به پر خپل ځای پاتې وي، څو چې اشغال پای ته نه وي رسېدلی.
نوموړي زیاته کړې، چې حماس د اوربند، بندیانو تبادلې او د غزې د بشري وضعیت د ښه کېدو په اړه هر ډول جدي او واقعي وړاندیز ته چمتو ده؛ خو د وسلو سپارلو غوښتنه د منلو وړ نه ده.
حسام بدران همداراز ویلي، چې د مقاومت بېوسلې کول د اشغالګرو یوه پخوانۍ هیله ده؛ خو دا خوب به یې هېڅکله عملي نه شي ځکه چې د فلسطین ولس به د خپل ځان، خاورې او سپېڅلو مقدساتو دفاع ته دوام ورکوي.
هغه ټینګار کړی، چې د حماس دریځ روښانه دی اشغال پای ته رسېدل، د فلسطیني ولس حقونه ترلاسه کول د هر ډول سیاسي حل اساسي شرطونه دي.



