پاکستان پارلمان غړی: که لارې ژر خلاصې نه شي، د کینو او سټروسو حاصلات به مو د غنمو او کچالو په څېر زیانمن شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د پارلمان غړي، چودري اسامه غیاث مېله ویلي، چې دا مهال په هېواد کې د کینو او سټروسو د حاصلاتو د ټولولو فصل رسېدلی، خو کروندګر او سوداګر د بازارموندنې له جدي ستونزو سره مخ دي. نوموړي زیاته کړې، چې بڼوال د خپلو حاصلاتو د پلور لپاره چمتو نه دي، ځکه سوداګریزې لارې تړلې پاتې دي.

هغه د دې ستونزې اصلي لامل د افغانستان له لارې د پاکستان د سوداګریزو لارو بندښت یاد کړی او ویلي یې دي، چې دغه وضعیت د پاکستان پر کرنیزو صادراتو منفي اغېز کړی دی. د ده په وینا، که دا لارې ژر بېرته خلاصې نه شي، د کینو او سټروسو حاصلات به د غنمو او کچالو په څېر له جدي زیان سره مخ شي.

چودري اسامه غیاث مېله د ستونزې د هواري لپاره د یوې ځانګړې پارلماني ډلې د جوړېدو وړاندیز کړی او له اړوندو ادارو یې غوښتي، چې د کروندګرو او سوداګرو د زیان د مخنیوي لپاره بېړني او عملي ګامونه واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button