د شهیدانو او معلولینو وزارت: ۶۵۰ زره یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ۱۱.۷۳ میلیارده افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش ویلي، چې په روان ۱۴۰۴ مالي کال کې تر دې مهاله د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د میاشتنیو نغدي مرستو په توګه ۱۱ میلیارده او ۷۳۰ میلیونه افغانۍ مستحقینو ته ورکړل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې یادې مرستې د شاوخوا ۶۵۰ زره یتیمانو، کونډو او معلولینو بانکي حسابونو ته په بشپړ شفافیت سره لېږدول شوې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د میاشتنیو نغدي مرستو د ورکړې لړۍ لا هم روانه ده او هڅه کېږي، چې ټول مستحق کسان پر وخت او منظم ډول له خپلو امتیازاتو برخمن شي.



