ترکیه: پر ایران د هر بهرني یرغل پر وړاندې درېږو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر “هاکان فیدان” ویلي، چې پر ایران د هر ډول بهرني یرغل مخالفت کوي او د داسې هر اقدام پر وړاندې به ودرېږي.

د راپورونو له مخې، د ترکیې دغه لوړ پوړي چارواکي ټینګار کړی، چې د سیمې امنیت او ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه ده او هر ډول بهرنی پوځي اقدام کولی شي وضعیت لا پسې ترینګلی کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې ترکیه د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو او دیپلوماتیکو لارو ملاتړ کوي او باور لري، چې پر ایران هر ډول برید به د سیمې پر امنیت، اقتصاد او سیاسي وضعیت منفي اغېزې ولري.

ترکیې همداراز پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د تاوتریخوالي پر ځای د تفاهم او سیاسي حل لارو ته لومړیتوب ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button