د اسلامي امارت مشرتابه په یو شمېر وزارتونو او ولایتونو کې نوې ټاکنې وکړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت د زعیم د حکم پر اساس په یو شمېر مهمو بستونو کې نوې ټاکنې شوې دي. نوموړي دا پرېکړې د خپل رسمي اېکس (پخوانی ټویټر) حساب له لارې اعلان کړې دي.

ښاغلي مجاهد ليکلي، چې د ۲۰۹ لومړۍ پیاده لواء مخکنی قومندان مولوي نورالدین د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه ټاکل شوی دی.

همداراز د سرپل ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي عبدالبصیر مظهري د بدخشان د امنیه قومندان او د بدخشان مخکنی امنیه قومندان ملا نیک محمد ملنګ د سرپل د امنیه قومندان په توګه ګومارل شوي دي.

نوموړی زياتوي، د فاریاب پوهنتون مخکنی رئیس مولوي حمیدالله ارشاد د تخار د والي مرستیال، د تخار مخکنی مرستیال ملا محمد نادر حقجو د ۲۰۹ الفتح قول اردو د لومړۍ پیاده لواء قومندان، او د فاریاب د امنیه قومندانۍ د داخلي امنیت مخکنی مدیر مولوي عبدالله رحماني د همدې ولایت د پوهنې رئیس په توګه ټاکل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button