د مهاجرینو کمېسیون: د بېلابېلو لارو ۳۷۳ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، چې د یکشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو ۳۷۳ کډوالې کورنۍ، چې ۲۰۴۸ تنه غړي لري، په اجباري ډول افغانستان ته راستنې شوې او د اړوندو کمېټو له لوري ثبت او بایومېټریک شوې دي.

د راپور له مخې، یوازې د ننګرهار د تورخم له لارې ۳۳۰ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۳۱ کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې ۹ کورنۍ، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۲ کورنۍ او د نیمروز د ورېښمو له لارې ۱ کورنۍ ثبت شوې دي. همداراز د ورېښمو له لارې ۲۵ مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، چې په همدې ورځ له ۴۵۲ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او د خدماتو کمېټو له لوري ۴۴۲ وړیا سیمکارتونه هم وېشل شوي دي. سربېره پر دې، ۵۷۰ کورنۍ چې ۳۰۳۸ تنه غړي یې لرل، د ترانسپورټ او لېږد کمېټو له خوا د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي ډول ولېږدول شوې او د لېږد په بدل کې ورته کرایې هم ورکړل شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button