ايراني رسنۍ: سپاه پاسداران قطر کې د امريکايي ځواکونو بديل عملياتي مرکز معلوم کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د ایران د سپاه پاسداران پورې تړلو رسنیو په قطر کې مېشت امریکايي ځواکونه ګواښلي او ادعا یې کړې، چې په دوحه کې یې هغه هوټل پېژندلی چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) مشران او افسران ورته لېږدول شوي دي.
د دغو رسنیو د راپور له مخې دا انتقال وروسته له هغې شوی،چې د العدید پوځي اډه تخلیه شوې ده.
هغوی ویلي، د دوحې شېراتون هوټل او له هغه څخه د بدیل عملیاتي خونې په توګه کار اخیستل به امریکايي ځواکونه د ایران له پرېکنده او سخت ځواب څخه ونه ژغوري.
د سپاه پاسداران پورې تړلې رسنۍ ټینګار کوي، که د ایران پر خاوره هر ډول برید وشي، نو د امریکا پوځي او ستراتیژیک هدفونه به د تهران د غبرګون له ګواښ سره مخ شي.



