کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې اروپایي هېوادونه باید د ګرینلنډ پر ځای د اوکراین پر جګړې تمرکز وکړي.
نوموړي دا څرګندونې له خبریالانو سره په تازه مرکه کې کړې دي.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا د ګرینلنډ د نیولو لپاره به له پوځي ځواک کار واخلي که نه؟ ویلي: «په دې اړه څه نهشم ویلی.»
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې د یادې جزیرې د نیولو لپاره د پوځي ځواک د کارولو ګواښ هم کړی و.
امریکا ګرینلنډ د خپل ملي امنیت لپاره مهم بولي او وایي، که یې کنټرول تر لاسه نه کړي، نو روسیه او چین به پرې ولکه ټینګه کړي؛ خو اروپایي ټولنه د دغې سیمې د اشغال سخت مخالفت کوي.
د همدې اختلافاتو له امله، ټرمپ پر یو شمېر مهمو اروپایي هېوادونو ګمرکي تعرفې وضع کړې او ګواښ یې کړی، که مخالفتونه دوام ومومي، نو دا تعرفې به نورې هم لوړې کړي.
















