کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، چې د سهشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو ۳۸۰ کډوالې کورنۍ، چې ۲۰۳۴ تنه غړي لري، په اجباري ډول افغانستان ته راستنې شوې او د اړوندو کمېټو له لوري ثبت او بایومېټریک شوې دي.
د راپور له مخې، د ننګرهار د تورخم له لارې ۳۱۴ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۲۴ کورنۍ، د هرات د اسلامکلا له لارې ۱۵ کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې ۱۴ کورنۍ او د نیمروز د ورېښمو له لارې ۱۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. همداراز د نیمروز د ورېښمو له لارې ۳۶۷ مسافر هم هېواد ته داخل شوي دي.
راپور زیاتوي، چې په همدې ورځ ۲۷۰ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې، ۳۶۶ وړیا سیمکارتونه وېشل شوي او ۲۹۳ کورنۍ، چې ۱۵۵۵ تنه غړي یې لرل، د ترانسپورټ او لېږد کمېټو له خوا د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوې دي او د لېږد کرایې هم ورته ورکړل شوې دي.
















