کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، چې اروپایي هېوادونو په تېرو څو کلونو کې پرلهپسې د چین پر ضد تبلیغات کړي؛ خو اوس باید ومنو چې دا تګلاره کومه پایله نه لري.
نوموړي زیاته کړې، چې اروپا باید د چین پانګونو او لوی اقتصاد ته جدي پام وکړي او پر ځای یې له بیجینګ سره عملي او مثبت ګامونه واخلي.
مکرون پر نورو اروپایي هېوادونو هم غږ کړی، چې له چین سره د اړېکو د پیاوړتیا او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره ګډ کار وکړي.
د هغه په وینا، له چین سره رغنده تعامل کولی شي د اروپا د اقتصادي ودې او ثبات لپاره مهم رول ولوبوي.
















