غزه؛ حماس ځواکونو یوځل بیا د ډیری سیمو کنټرول ترلاسه کړی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د غزې په تړانګه کې حماس ځواکونو یو ځل بیا د ګڼو سیمو کنټرول ترلاسه کړی دی.

حماس ادعا کړې، چې د ولس د امنیت د ټینګښت لپاره یې اړین اقدامات کړي، څو د نوې ادارې د کار تر پیل پورې د امنیت او عامه شتمنیو ساتنه باوري کړي.

د یاد غورځنګ ویاند “باسم نعیم” ویلي، چې د امنیتي خلا د مخنیوي او د خلکو د مال او ځان د خوندي کولو لپاره یې خپل ځواکونه په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای کړي دي.

تر اوسه په دې اړه د اسراییلي لوري یا نورو اړوندو خواوو رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button