په کندهار کې سنوفارما فابریکه د درملو تولید ۱۹۲ قلمه څخه ۳۹۰ قلمه ته لوړوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، چې په کندهار ولایت کې د سنوفارما درمل جوړولو فابریکې خپل تولیدات د پام وړ لوړ کړي او تمه ده چې د روان لمریز کال تر پایه به یې تولید دوه برابره شي.
هغه زیاته کړې، چې فابریکه دا مهال ۱۹۲ قلمه درمل تولیدوي او پلان لري د هېواد شاوخوا ۴۰ سلنه روغتیایي اړتیاوو ته ځواب ووایي.
مجاهد ټینګار کړی، چې د کورني تولید د پیاوړتیا له لارې به د درملو پر وارداتو تکیه کمه شي او د هېواد روغتیايي سکتور به لا پیاوړی شي.



