د ایران د اسلامي انقلاب د محافظینو قوماندان امریکا او اسرائیل ته د هرې تېروتنې په اړه جدي خبرداری ورکړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د ایران د اسلامي انقلاب د محافظینو عمومي قوماندان، محمد باکبور، امریکا او اسرائیل ته جدي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که واشنګټن یا تل‌ابیب د ایران د ځواک، ارادې او غبرګون په اړه ناسم اټکل وکړي او یا بې‌پروا پوځي اقدام ترسره کړي، نو تهران به سمدستي او قاطع ځواب ورکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران وسله‌وال ځواکونه په بشپړ چمتووالي کې دي او د هر احتمالي سناریو د مقابلې لپاره یې خپل ځواکونه د تیارسئ په حالت کې ساتلي دي.

بلخوا، ځینې رسنۍ د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د فشار د زیاتولو او حتی د پوځي انتخابونو د ارزونې هڅې روانې ساتلي دي، چې دا چاره د سیمې د وضعیت د لا کړکېچن کېدو اندېښنې زیاتوي.

مربوطه مطالب

Back to top button