کابل ټکی کام ۰۵حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره یکشنبه په بلخ کې د نوروز د لمانځنې پر مهال د دوستم انځور په ګولیو وویشتل شو، او بیا وروسته وشلېدو، چې د دوستمي ملېشو غوسې یې را وپارولې، او په بلخ کې یې په مظاهرو لاس پورې کړ.
په بلخ کې چې تراوسه د دوستمي ملېشو لاریونونه روان دي، په سرپل کې هم نن دوستمي ملېشې په مظاهرو لاس پورې کړی دی.
په بلخ کې د دوستمي ملېشو د لاریونونو سربېره د عطا نور ټوپکمارو هم لاریون کړی دی، چې په دواړه په نښتو بدل شوي دي.
په همدې نښتو کې د لاریونونو پر مهال د ډزو له کبله ۱ تن وژل شوی، او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د یادولو ده، چې د دوستمي ملېشو له لورې لاریونونو زور نیولی دی، خو د ملي یووالي حکومت د سکوت څوکۍ کلکه نیولې ده.















