ع . اسد خیل
څو میاشتې مخکې هغه مهال چې د کندز ولایت د طالبانو لاس ته ولویدو، نو امریکایي او ناټو ځواکونو د خپل عادت سره سم د ملکي خلکو پر وژنو لاس پورې کړ، چې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون باندې برید یې یو مشهوره بیلګه ده.
تیره ورځ په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن کندز ته سفر وکړ، او د پخوا په څېر یې یو ځل بیا د مظلومو او در په درو خلکو په زخمونو مالګې ودوړولې او هغه دا چې هغه په ډېره سپین سترګۍ په خپله وینا کې وویل چې تېر کال په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون باندې زمونږ د ځواکونو لخوا شوی برید په اړه د وژل شویو او ټپي شویو د کورنیو او خپلوانو نه بخښنه غواړم، چې اصلاً دا بخښنه غوښتل نه بلکې د دغو شهیدانو او ټپیانو د کورنیو سپکاوی دی؛ چې هم مو وژني او هم رانه بخښنه غواړي، او دا لومړی ځل هم ندی بلکې د دې نه پخوا په لسګونو ځل همدغه ډول وژنې شوي او بیا په همغه ډول د سپکاوی نه ډکه بخښنه غوښتل شوې ده، چې په پښتو ژبه کې دا ډول کرغیړن عمل ته هوښیارانو دا متل ویلی دی چې :
پکه دا دې له بله سپکه
د افغانستان مسلمان ولس ته معلومه ده چې په سلګونو ځل د دغو سفاکو پکو ځواکونو لخوا د افغانستان بېشمره ملکي وګړي په ډیر بې رحمانه ډول شهیدان شوي دي؛ خو پایله یې ایله همداسې شوې ده چې د دغو ځواکونو مشر یواځې په بخښنې غوښتلو سره اکتفا کړې ده چې له سپکاوی بل څه نه دي، پخواني ولسمشر هم په وار وار له دغو ځواکونو نه غوښتنه کړې ده چی د دغه راز وژنو نه دې لاس په سر شي خو متاسفانه چی دغو وحشي صفته ځواکونو نه یواځې دا چې د خپل لاسپوڅي غوښتنې ته کومه اعتنا ونکړه بلکې دغه راز وژنو ته یې لا ډیر والی ورکړ، په ډیرې سیمو کې یې د ودونو، جنازو، مسجدونو، مدرسو او آن پر روغتونونو بریدونه وکړل او په زرګونو بې ګناه وګړي یې په داسې وحشیانه ډول شهیدان او ټپیان کړل، چې ساری د افغانستان په تاریخ کې نه لیدل کیږي؛ خو سره له دی هم د افغانستان مزدور حکومت لا هم چوپه خوله دی او هم د بشری حقوقو دعوه کوونکو خپلو سترګو ته پردې ځوړندې کړي او هم نړیوالو په ډیرې بې شرمۍ سره د دغو وژنو په اړه چوپتیا غوره کړې ده.
جنرال جان نیکولسن دې په دې پوه شي چې د دغه راز وژنو په اړه به تاریخ قضاوت وکړي، او برسیره پر دې د دغه کرغیړن عمل په اړه که په قدرت مست مشران هر څومره چُپه خوله پاتې شي خو ملت او ولس به یې هیڅکه هېر نه کړي او د دې پوښتنه به په خپل وخت سره وکړي.
د افغانستان ملت قهرمان ملت دی او خپله قهرمانې یې د هر یرغلګر پر وړاندې ښودلې ده، تاریخ ثبت کړې ده او نړیوالو ته هم معلومه ده ، د افغانستان ملت هغه زخمي زمرې ته ورته دی ؛ چې د خپل بریالی برید ته انتظار باسي او ځان ورته اماده کوي.
د افغانستان د ملت غوښتنه له جنرال جان نیکولسن نه داده چې په راتلونکې کې له دغه ډول ظالمانه او سفاکانه بریدونو نه په کلکه ډډه وکړي، ځکه چې د افغانستان د مظلوم ولس د صبر کاسه نوره په ډکېدو ده.
















