برېښنا شرکت: د پلخمري–کابل ۲۲۰ کېلوولټ برېښنا سرکېټ بيرته ونښلول شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د برېښنا شرکت لوړ ولټاژ تخنیکي کارکوونکو د پلخمري–کابل د ۲۲۰ کېلوولټ برېښنا پرې شوی سرکېټ په لنډ مهاله توګه بېرته ونښلولو.

برېښنا شرکت وايي، یاد سرکېټ د وروستیو درنو واورو او توپانونو له امله د سالنګ په سیمه کې زیانمن شوی و، چې د تخنیکي ټیم له خوا موقتي ترمیم پرې شوی.

د برېښنا شرکت ویلي، د اساسي رغونې چارې به وروسته پیل شي او د ترمیم وروسته به د کابل او اړوندو ولایتونو برېښنا په بشپړ ډول عادي حالت ته راشي.

دغه اقدام د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د برېښنا د بېرته عادي کولو په موخه ترسره شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button