یمني ځواکونو «مارلین لوندا» برېتانوي بېړۍ ویشتلې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

یمني ځواکونو اعلان کړی، چې د برېتانیا اړوند تېل وړونکې بېړۍ «مارلین لوندا» یې د عدن خلیج په اوبو کې په نښه کړې ده.

د یمني ځواکونو په وینا، یاده بېړۍ د دوی له لوري ویشتل شوې او د برید مسؤلیت یې په رسمي توګه منلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” څو ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و، که امریکا او اسرائیل پر ایران برید وکړي، نو یمن به د هغوی پوځي او سمندري بېړۍ په نښه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button