حماس: د وسلو سپارلو خبرې افسانه ده، د فلسطیني ملت عزت نه پلورو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې د «حماس» څخه د پوځي تجهیزاتو د اخیستلو پرېکړه شوې او دا یې یوه افسانه بللې ده.

حماس ویلي، حقیقت دا دی چې د ازاد فلسطیني عرب روح اخیستل اسانه کار نه دی، او د هغه پوځي تجهیزات ترې سل ځله لا سخت دي.

د یاد غورځنګ ویاند عزت الرشق ویلي، هر څوک چې خپل پوځي تجهیزات وسپاري، هغه خپل عزت، ځواک او اختیار له لاسه ورکوي.

حماس ټینګار کړی چې دوی د زور، فشار او تحمیل شوې سولې منلو ته هېڅ ډول چمتووالی نه لري او خپل مقاومت به دوامداره وساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button