کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
اسرائیلي ورځپاڼې «معاریف» راپور ورکړی چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي برید په اړه له یوې جدي او سختې ستراتيژيکي پريکړې سره مخ دی.
د راپور له مخې، ټرمپ له یوې خوا د پوځي اقدام پر لور فشار احساسوي، خو له بلې خوا نه غواړي چې منځنی ختیځ یوه پراخه سیمهییزه جګړه تجربه کړي.
ورځپاڼه لیکي چې ټرمپ به ونه شي کولای له دې پرېکړې شا ته شي، ځکه هغه له دې وړاندې د امریکا او نړیوالو افکارو پر وړاندې د ایران پر ضد د سخت دریځ ژمنه کړې او د ایران دننه یې د اعتراض کوونکو د ملاتړ اعلان کړی، چې دا هر څه د شاتګ امکان کموي.
د راپور له مخې، ټرمپ دا اندېښنه هم لري چې که پر ایران برید وشي، نو د ایران متحد ځواکونه به جګړې ته داخل شي، په ځانګړي ډول حزبالله په لبنان کې، وسلهوالې ډلې په عراق کې، او حوثیان په یمن کې، چې دا به ټوله سیمه د یوې خطرناکې او پراخې جګړې پر لور بوځي.


















