حماس څنګه د اسرائیلو پوځ وغولاوه او د اسیرانو د ژغورنې مخه یې ونیوله

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د سعودي عربستان «شرق الأوسط» ورځپاڼې په یوه راپور کې ادعا کړې چې د فلسطیني ډلو د پوځي څانګو ترمنځ منظمې همکارۍ د اسرائیلي اسیرانو د ساتنې او د هغوی د ژغورنې د مخنیوي مهم رول درلود.

د راپور له مخې، دغه همکاري د اسیرانو د پټولو د طریقو همغږي، خوندي لېږد او د فریب‌ورکوونکو لارو چارو کارول شامل وو، چې له امله یې د اسرائیلو پوځ د ژغورنې ګڼې هڅې ناکامې شوې. راپور زیاتوي چې ځینې وختونه د اسرائیلي ځواکونو قطعات د اسیرانو د ساتلو له ځایونو یوازې څو متره واټن کې وو، خو د هغوی له شتون څخه نه وو خبر.

ورځپاڼې د فلسطیني سرچینو له قوله لیکلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې برید وروسته په لومړیو اوونیو کې حماس او نورو ډلو وتوانېدل د اسرائیلي پوځ ځواکونه وغولوي او د احتمالي ژغورنې عملیات شنډ کړي. راپور وايي، ان داسې پېښې هم شوې چې اسیران د غزې تړانګې دننه د پرمختللو اسرائیلي ځواکونو ته ډېر نږدې ساتل کېدل.

د راپور پر بنسټ، د حماس پوځي څانګې له اسلامي جهاد او نورو فلسطیني ډلو له مشرانو سره مستقیمه او غیر مستقیمه همغږي لرله.

په دې بهیر کې اسیران په ځانګړو ځایونو کې راټول شوي، د هغوی شتون ثبت شوی او د ځینو اسیرانو د ساتنې مسوولیت حماس ته سپارل شوی و.

راپور دا هم څرګندوي چې فلسطیني ډلو پرمختللې او پېچلې د پټولو طریقې کارولې، چې ځینې یې تر اوسه نه دي افشا شوي، څو اسیران د اسرائیلي ځواکونو له لاسرسي لرې وساتي. همداراز ویل شوي چې یو شمېر اسیران په هغو تونلونو کې ساتل کېدل چې د اسرائیلي پوځ د اډو تر لاندې کیندل شوي وو، چې له امله یې د حماس غړو د پوځ تحرکات څارل.
سرچینې وایي، د اسیرانو د ساتنې مسوولیت یوازې د حماس د پوځي څانګې د «سیوري واحد» پورې محدود نه و، بلکې نور ځانګړي واحدونه هم ورته ګمارل شوي وو.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د نومبر له اوربند وروسته د فلسطیني ډلو ترمنځ غونډې وشوې، چې پکې د اسیرانو د ساتنې او منظم لېږد پر دوام هوکړه وشوه.

همداراز د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ د اوربند پر مهال هم دغه ګډ عملیات دوام درلود او امنیتي تدابیر نور هم سخت شول، چې له مخې یې یو شمېر اسیران د غزې له جنوب څخه شمال ته ولېږدول شول.

مربوطه مطالب

Back to top button