د دوحې پروسې د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېیمه ناسته کابل کې ترسره شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د دوحې پروسې اړوند د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېیمه ناسته د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت (یوناما) په کوربه‌توب د کابل ګرینډ هوټل کې په حضوري او آنلاین بڼه ترسره شوه.

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک استازو ګډون کړی و.

همداراز د یوناما، د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، استازو، ډیپلوماټانو او کارپوهانو هم په حضوري او آنلاین ډول برخه اخیستې وه.

یاده ناسته په دوو برخو وېشل شوې وه، چې لومړۍ برخه یې د اقتصادي ودې او شمولیت او دویمه برخه یې د همغږۍ او شفافیت پر موضوعاتو متمرکزه وه.

د ناستې په لړ کې د اسلامي امارت استازو په هېواد کې د خپل حاکمیت له پیل راهیسې لاسته راوړنې او پرمختګونه شریک کړل.

بل لور ته ګډونوالو هم د اسلامي امارت د هڅو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې یې د خپلو همکاریو یادونه وکړه او د دوامدارې همکارۍ ژمنه یې څرګنده کړه.

ګډونوالو د شته ننګونو د حل لپاره بېلابېل وړاندیزونه وړاندې کړل او د لا ډېرې همغږۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button