د کرنې او مالدارۍ د پراختیا ملي پالیسي او د کبانو روزنې طرحه تایید شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن سهشنبه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه، چې پکې د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي تر بحث وروسته تایید شوه.
په دې غونډه کې همدارنګه د کبانو روزنې سکټور د پراختیا پر طرحه هم بحث وشو او تایید شوه.
د طرحې له مخې به د خصوصي سکټور د پانګونې له لارې په ۶۵۰۰ هکټاره ځمکه د کبانو د تولید او روزنې ۷۷۰۰ کوچني، متوسط او لوی فارمونه جوړ شي.
د اقتصادي معاونیت په وینا، د دې طرحې په پلي کېدو سره به په مستقیم ډول شاوخوا ۵۰ زره او په غیر مستقیم ډول نږدې ۲۵۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.



