حماس: غزه د فلسطینیانو ده له هر بهرني ځواک سره به د اشغالګرو په څېر چلند وشي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

حماس اسلامي غورځنګ ویلي، چې غزه د فلسطینیانو خاوره ده او هر بهرنی ځواک چې دې سیمې ته داخل شي، ورسره به د اشغالګرو په څېر چلند وشي.

د حماس د سیاسي دفتر غړي او ویاند “حسام بدران” په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې فلسطیني ولس به د خپلې خاورې او حقونو د ساتنې لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

نوموړي ویلي، هېڅ بهرنی ځواک ته به اجازه ورنه کړل شي، چې پر غزې واکمني وکړي.

حسام بدران زیاته کړې، چې فلسطینیان د خپلې خاورې د دفاع حق لري او هر هغه اقدام چې د غزې د اشغال یا کنټرول په موخه ترسره کېږي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.

حماس دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د غزې د راتلونکي او د احتمالي بهرني حضور په اړه بحثونه روان دي.

مربوطه مطالب

Back to top button