کاناډا: د ښوونځي دننه ډزو له امله لس تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د کاناډا پولیسو ويلي، چې د بریټانیا کولمبیا ایالت د تامبلر ریج په ښار کې د یوه ښوونځي دننه د ډزو په پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
د پولیسو په وینا، پېښه د ښوونځي په ودانۍ کې رامنځته شوې ده.
د پوليسو د معلوماتو له مخې، شپږ کسان د ښوونځي دننه وژل شوي، یو بل تن روغتون ته پر لاره ساه ورکړې او بریدګر هم د ښوونځي دننه مړ موندل شوی دی.
همداراز له پېښې سره تړلي یوه کور کې دوه نور کسان وژل شوي او دوه ټپیان د سختو ټپونو له امله په چورلکه کې روغتون ته لېږدول شوي دي.



