فیض‌آباد کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه پراختیايي پروژې پيل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌آباد ښار کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو پراختیايي پروژو عملي چارې پيل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسؤلين وايي، دا پروژې د ښار په څلورمه ناحیه کې پلې کېږي.

د یاد ریاست رییس ملا امان‌الله چیره ویلي، چې دغه پروژې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ پلي کېږي او په کې د دوو استنادي دېوالونو جوړول، د کانالونو رغول او د یوه چک‌ډیم جوړول شامل دي.

مربوطه مطالب

Back to top button