د برېښنا شرکت او عزیزي انرژۍ شرکت ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا پروژو تړونونه لاسلیک شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د برېښنا شرکت او عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د برېښنا تولید د پنځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل تړونونه لاسلیک شول.
اقتصادي معاونیت وايي، دغه تړونونه نن د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې لاسلیک شول چې له مخې به يې عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت د کابل په نغلو او د پروان په باریکآب سیمو کې هر یو ۱۰۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا، په غزني کې ۱۳۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا او په تخار کې ۱۶۵ مېګاواټه او بغلان کې ۳۵۰ مېګاواټه د ډبرو سکرو پر بنسټ برېښنا تولید کړي، چې ټولیز ظرفیت یې ۸۴۵ مېګاواټه ته رسېږي.
ټاکل شوې پر دغو پروژو شاوخوا ۴۶۳ میلیون ډالر پانګونه وشي زياتوي چې د لمریزې برېښنا پروژې به په دوو کلونو او د ډبرو سکرو برېښنا پروژې به په درېیو کلونو کې بشپړې شي.



