ډونالډ ټرمپ: د ایران سره خبرې باید روانې پاتې شي؛ نتانیاهو د پوځي اقداماتو غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په وروستۍ لیدنه کې د ایران په اړه هېڅ قطعي پرېکړه نه ده شوې زياتوي چې د تهران سره خبرې باید روانې وساتل شي ترڅو معلومه شي چې اټومي هوکړه ممکنه ده که نه.
ټرمپ زیاته کړې که د هوکړې امکان وي، دا به غوره انتخاب وي، خو که نه وي، نو د پایلو څرنګوالی به وروسته څرګند شي.
دا لیدنه په سپینه ماڼۍ کې د تړلو دروازو تر شا په داسې حال کې ترسره شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ په عمان کې د اټومي پروګرام په اړه خبرې بیا پیل شوي، خو نتانیاهو په دوامداره توګه د ایران پر وړاندې بيا ځلې د پوځي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button