مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو د ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون د چهار شنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۶۷۹ کورنۍ چې ۳۶۳۲ تنه یې غړي ول، هېواد ته په اجباري توګه راستنې شوې.
د راستنېدونکو کورنیو څخه ۳۸۰ کورنۍ په خوندي توګه بېلا بېلو ولایتونو ته لېږد شوي او ۴۴۳۱۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. د مالي مرستو له لارې ۳۲۳ کورنیو ته مجموعاً ۵،۸۴۴،۰۰۰ افغانۍ مرسته هم ورکړل شوې ده.
همدارنګه راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا، مخابراتو او لنډمهاله مېشتېدنې خدمتونه وړاندې شول، او ۷۱۲ عدده سیمکارتونه له وړیا دقیقو او انټرنېټي بستې سره توزیع شوي دي.



