د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ایران د نفتو وزارت مرستیال سره د صادراتو، کیفیت او ترانزیټ پر موضوعاتو خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د ياد وزارت وزیر نورالدین عزیزي د ایران د نفتو وزارت د سوداګریزو او نړیوالو چارو مرستیال سیدمحمد موسوي سره په لیدنه کې د نفتي موادو او اوبلن ګاز د کیفیت ساتنې، د نرخونو کمولو او د ترانزیټ د اسانتیاوو په اړه خبرې شوي.
سیدمحمد موسوي د افغانستان لپاره د نفتو او ګازو د تصفیه خونو کارمندانو د روزنې چمتوالی ښودلی او وزیر عزیزي ته یې ایران ته د سفر بلنه هم ورکړې.
له بلې خوا، وزیر عزیزي د کیفیت معیار ساتلو پر ټینګار سربېره، د ایران له لارې د نفتي موادو او اوبلنو ګازو د ترانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کړې.



