افغانستان او تاجکستان د ګډې اقتصادي کمېټې پر جوړولو، د سرحدي او امنیتي همکارۍ پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د تاجیکستان له سفیر ښاغلي سعدي شریفي سره د ليدنې پر مهال ويلي، چې افغانستان او تاجیکستان د ګاونډیو، ورونو او مسلمانانو په توګه د کلتوري او ژبني اړیکو پراساس کولی شي خپلې سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکې لا پراخې کړي او هیڅوک د دواړو هېوادونو تر منځ د اعتماد فضا ته زیان نه شي رسولی.

ښاغلي شریفي د دواړو هېوادونو د تیر وخت د موافقاتو د پرمختګ د معلومات ورکولو ترڅنګ وویل چې تاجکستان په ګډ سرحد کې مهمې اقتصادي پروژې لري او غواړي د افغانستان سره اقتصادي همکارۍ لا پیاوړې کړي.

په پای کې دواړو لورو د ګډې اقتصادي کمېټې د جوړولو، د سرحدي او امنیتي همکارۍ د پراختیا او د راتلونکي کال د بهرنیو چارو وزارتونو د ګډو پلانونو په اړه د نظر تبادله وکړه.

مربوطه مطالب

Back to top button