د ۴۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ـ بګرام سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل ـ بګرام سړک د جوړېدو چارو د پیل پرانیسته وکړه.
ښاغلي برادر دغه سړک د کابل ښار له مهمو نښلوونکو لارو څخه وباله او ویې ویل، چې دا به کابل له پروان او نورو شمالي ولایتونو سره ونښلوي او د نوي کابل ښار د اساسي ترانسپورټي زېربناوو مهمه برخه ګڼل کېږي.
د هغه په وینا، دا پروژه به د ښاري پراختیا، اقتصادي فعالیتونو او ټولنیزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
برادر اخوند همداراز ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د ملي یووالي، تعلیمي نصاب د یووالي او اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې کوي او افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی چې هر څوک پکې ژوند او پانګونه کولی شي.
د مسؤلينو په وینا، د کابل ـ بګرام سړک ۶.۲ کیلومتره اوږدوالی او شاوخوا ۵۰ متره سور لري، چې د جوړېدو ټول لګښت یې ۴۵۵ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او مالي تمویل یې د اسلامي امارت له لوري کېږي.



