حماس: اندونیزیایي پوځیان د اشغالګرو اجنډا نه تطبیقوي د مقاومت وسلې د بحث وړ نه دي

کابل ټکی کام) پنجشنبه،۲۳ سلواغه،۱۴۰۴ل(
د حماس اسلامي غورځنګ لوړ پوړي مشر اسامه حمدان ویلي، اندونیزیا ته یې واضح پیغام ورکړی، چې که د غزې سیمې ته د ځواکونو د لېږلو هدف د اشغالګرو اجنډا پلي کول او د فلسطینیانو په کورنیو چارو کې مداخله وي، نو دا به لویه تېروتنه وي او د فلسطیني مقاومت له غبرګون سره به مخ شي.
حمدان زیاته کړه، که اندونیزیا د دې لپاره ځواکونه استوي چې د غزې په پوله د فلسطینیانو او اشغالګرو ترمنځ د اوربند د څارنې او د حایل کرښې د ساتنې رول ترسره کړي، نو حماس له دې سره ستونزه نه لري.
د نوموړي په وینا، اندونیزیا په قاطع ډول ډاډ ورکړی، چې هېڅکله به د اشغالګرو اجنډا تطبیق نه کړي او نه به د هغوی بدیل شي.
هغه وویل، اندونیزیايي چارواکو ټینګار کړی، چې د غزې د خلکو په چارو کې به لاس وهنه ونه کړي.
اسامه حمدان زیاته کړه، چې فلسطینیان د خپل تاریخ په ډېر حساس پړاو کې دي او هر ګام په ډېر احتیاط او زیرکتیا اخلي.
هغه وویل، وخت ته اړتیا ده څو اشغال په بشپړ ډول له منځه یوړل شي او مقاومت په همدې موخه مبارزه روانه ساتلې ده.
حمدان ټینګار وکړ چې د مقاومت وسله هېڅکله د بحث موضوع نه ده، د سپارلو پوښتنه یې بې بنسټه ده او موږ بیا، بیا رد کړې ده.



